ځوانکو دانې (Acne Vulgaris) د پوستکي یوه عامه ستونزه ده چې زیاتره د بلوغ په عمر کې پیل کېږي، خو په ډېرو کسانو کې د بلوغ وروسته هم دوام پیدا کوي. د هورمونونو بدلون، د پوستکي زیات غوړ، ذهني فشار او ناسمه د پوستکي پاملرنه د دې ستونزې مهم لاملونه دي.
د بلوغ پر مهال د Androgen هورمون زیاتوالی د پوستکي د غوړو غدې فعالوي. کله چې پوستکی زیات غوړ تولید کړي، د پوستکي سوری بندېږي او باکتریاوې پکې زیاتېږي چې د ځوانکو دانو سبب ګرځي.
هغه کسان چې غوړ پوستکی لري، د ځوانکو دانو خطر پکې زیات وي. همدارنګه ارثي عوامل هم مهم رول لري. که په کورنۍ کې د ځوانکو دانو سابقه موجوده وي، د دې ستونزې احتمال زیاتېږي.
ذهني فشار، کم خوب او ناسمه غذایي رژیم هم د پوستکي التهاب زیاتوي. ځینې څېړنې ښيي چې زیات خواږه، فاسټ فوډ او لوړ Glycemic غذا د ځوانکو دانو شدت زیاتولی شي.
په ښځو کې هورموني بدلونونه، د حیض دوران، Polycystic Ovary Syndrome (PCOS) او حمل هم د ځوانکو دانو سبب کېدای شي.
د ناسمو کریمونو، غوړ میک اپ او د پوستکي نامناسبو محصولاتو استعمال هم د پوستکي سوری بندوي او دانې زیاتوي.
د ځوانکو دانو د مخنیوي لپاره لاندې ټکي مهم دي:
✅ ورځ کې دوه ځله مخ پاکول
✅ Oil-Free محصولات استعمالول
✅ د دانو نه شکول
✅ کافي اوبه څښل
✅ سالم غذایي رژیم
✅ ضد آفتاب استعمالول
✅ کافي خوب او کم سټریس
که ځوانکو دانې شدیدې وي، دردناک کیسټونه موجود وي یا داغونه جوړوي، نو د پوستکي متخصص ته مراجعه ضروري ده.
References
1. American Academy of Dermatology (AAD) – Acne Overview
2. Mayo Clinic – Acne Causes and Risk Factors
https://www.mayoclinic.org/diseases-conditions/acne/symptoms-causes/syc-20368047
3. NIH – Acne Vulgaris
https://www.ncbi.nlm.nih.gov/books/NBK459173/
4. AAD – Hormonal Acne Information
https://www.aad.org/public/diseases/acne/causes/hormonal-acne